Quantcast
Channel: افغانۍ –آریانا نیوز
Viewing all articles
Browse latest Browse all 4

په نیمروز کې د ایراني تومان د چلیدو له کبله ماشومان افغانۍ نه پېژني

0
0

په نیمروز کې ورځنۍ راکړه ورکړه پر ایراني تومان تر سره کیږي، چې له کبله یې ماشومان افغانۍ نه پېژني.

له دوه لسیزو ډېر وخت کیږي، چې په نیمروز کې سوداګریزې چارې پر ایراني تومان تر سره کیږي.

د دې ولایت اوسیدونکي وایي، واړه ماشومان یې افغانۍ نه پېژني او حکومت هم ندی توانیدلی، چې د بهرنیو اسعارو د کارولو مخه ونیسي.

خلکو ویلي، دغه راز ګاډي او موتر، چې په دې ولایت کې د تګ راتګ لپاره کارول کیږي؛ قانوني اسناد نلري.

د نیمروز اوسیدونکی امان الله وایي، په نیمروز کې زیاتره فعال ګاډي قانوني اسناد نلري.

دوی څرګندوي؛ غله، چې دا ګاډي غلا کوي، دې ته په کتو، چې اسناد نلري، هغوي یې خاوندان شي.

د افغانستان بانک ویاند شریف شینواری مني، چې سرحدي ولایتونه د ګاونډ هېوادونو پیسې کاروي؛ خو زیاتوي، چې د مخنیوي لپاره یې یو لړ اقدامات تر لاس لاندې نیول شوي دي.

د یادونې ده، چې په نیمروز کې پر ایراني تومان راکړه ورکړه او بې اسناده موتر او ګاډي کارول اوس  یوه عادي خبره ده.

The post په نیمروز کې د ایراني تومان د چلیدو له کبله ماشومان افغانۍ نه پېژني first appeared on آریانا نیوز .


Viewing all articles
Browse latest Browse all 4